پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۳۷۴ کورونه جوړ شول
د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې زلزله ځپلو ته ۳۷۴ د استوګنې کورونه جوړ شول.
پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۳۷۴ کورونه جوړ شول
د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې زلزله ځپلو ته ۳۷۴ د استوګنې کورونه جوړ شول.
د یاد ولایت د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګيان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۷۴ کورونه جوړ شوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د «کورډیډ» موسسې له لوري زلزله ځپلو ته د ۵۵ میلیونه ۲۴۵ زرو افغانیو په لګښت د ۳۷۴ کورونو رغولو او د ۶ کورونو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې یاد کورونه د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوي او پر هر کور ۱۴۷ زره او ۷۱۳ افغانۍ په لګښت راغلی دی.