افغانستان کې د جنایتونو په تور د اسټرالیایي سرتېرې محاکمه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133724-افغانستان_کې_د_جنایتونو_په_تور_د_اسټرالیایي_سرتېرې_محاکمه
نړیوالې رسنۍ وایي، ټاکل شوې د اسټرالیا هغه سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله محاکمه شي چې د خپل هېواد څخه یې د ښه خدمت له امله لوړ مډال هم تر لاسه کړی.
(last modified 2023-05-31T04:44:12+00:00 )
May 31, 2023 09:10 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د جنایتونو په تور د اسټرالیایي سرتېرې محاکمه

نړیوالې رسنۍ وایي، ټاکل شوې د اسټرالیا هغه سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله محاکمه شي چې د خپل هېواد څخه یې د ښه خدمت له امله لوړ مډال هم تر لاسه کړی.

افغانستان کې د جنایتونو په تور د اسټرالیایي سرتېرې محاکمه

نړیوالې رسنۍ وایي، ټاکل شوې د اسټرالیا هغه سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله محاکمه شي چې د خپل هېواد څخه یې د ښه خدمت له امله لوړ مډال هم تر لاسه کړی.

رویترز خبري اژانس د معلوماتو له مخې د بن رابرتز سمیت په نوم د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری د جون په لومړۍ نیټه په افغانستان کې د شپږو افغانانو د وژنې په قضیه کې د جنګي جنایتونو له امله په یاد هېواد کې محاکمه کیږي.

د اسټرالیایي ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو د ادعاوو څېړنه وروسته له هغې پیل شوه چې اسټرالیایي سیډني مارنینګ هرالډ، د ایج او کانبیرا ټایمز ورځپاڼو په ۲۰۱۸م کال په خپرو کړو مقالو کې سمیت تورن کړ چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې د بې وسلې افغانانو په وړاندې د نه منلو له ځواک څخه کار اخیستی دی.

وروسته له هغې چې په ۲۰۲۰ م کال کې د یوه خپاره شوي راپور موندنو وښوده چې د اسټرالیایي ځانګړیو ځواکونو غړیو په افغانستان کې لسګونه بې وسلې افغانان وژلي، د دغو ځواکونو د کړو وړو په اړه په اسټرالیا کې بحثونه زیات شول.

په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا ۳۹ سرتېري په جنګي جنایتونو تورن شوي چې ویل شوي د پوځ اوسني او پخواني ۲۵ سرتېرو یې په جدي جرمونو کې لاس درلود.

دغو سرتېرو پخپله جرمونه ترسره کړي یا یې هم له عاملانو سره په ترسره شویو جنایتونو کې مرسته کړې ده.