له نړیوالو پر طالبانو د لګیدلو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133726-له_نړیوالو_پر_طالبانو_د_لګیدلو_بندیزونو_د_لرې_کېدو_غوښتنه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو غوښتي چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لري کړي.
(last modified 2023-05-31T04:52:30+00:00 )
May 31, 2023 09:21 Asia/Kabul
  • له نړیوالو پر طالبانو د لګیدلو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو غوښتي چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لري کړي.

له نړیوالو پر طالبانو د لګیدلو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو غوښتي چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لري کړي.

امیرخان متقي چې تېره ورځ یې د اتلس افغانانو د فاتحې په مراسمو کې وینا کوله، زیاته کړې، که نړیوال پر دوی لګیدلې بندیزونه لري کړي، نو افغانان به وکولای شي چې په افغانستان او له افغانستان بهر خپلو اړتیاوو ته په ښه توګه رسیدګي وکړي.

دغه اتلس افغانان له بلغاریا نورو اروپایي هېوادونو ته په لاره په یوه کانټینر کې د هوا د کمښت له امله وژل شوي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قربانیانو خپل خپلوانو ته په خبرو کې وویل: "موږ د جسدونو د انتقال لپاره یوه ځانګړې الوتکه چمتو کړه، خو اجازه ورنه کړل شوه. دوه ځلې هغه پیسې چې د جسدونو په راوړلو لګېدې، مستردې شوې."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې په خپل هېواد کې دې پاتې شي او که بهر ته هم ځي او راځي له قانوني لارو دې کار واخلي.