په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول یوه جدي اړتیا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133778-په_افغانستان_کې_د_روغتیايي_خدمتونو_معیاري_کول_یوه_جدي_اړتیا_ده
د افغانستان د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارتونو، عامې روغتیا او طبي شورا له سرپرستانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او درملنې معیاري کول یوه جدي اړتیا وبلله.
(last modified 2023-06-01T03:18:53+00:00 )
Jun 01, 2023 07:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول یوه جدي اړتیا ده

د افغانستان د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارتونو، عامې روغتیا او طبي شورا له سرپرستانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او درملنې معیاري کول یوه جدي اړتیا وبلله.

افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی  د طالبانو د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د طبي شورا پر کاري پلانونو خبرې وشوې.

د طبي شورا رهبري د دغه رياست د کاري پلانونو موخه د روغتيايي خدمتونو ښه کول او معياري کول وبلل او ويې ويل، چې د يادو پلانونو د منظورۍ له امله کار روان دى، چې د روغتيايي سکتور په برخه کې د راپور ورکولو په پړاو سربېره، د تشخیص او درملنې مرحلې به د روغتیا سکتور سره هم مرسته وکړي.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد وړاندیز وکړ چې د دې طرحو د بشپړ تحلیل لپاره باید د لوړو زده کړو وزارت، عامې روغتیا وزارت او د طبي شورا استازو ته اړتیا وي، تر څو د هغوی په اړه د کارپوهانو خبرې اترې وشي.