له ایران سره تاوتریخوالی افغانستان لپاره نه جبرانیدونکي نتیجې لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133786-له_ایران_سره_تاوتریخوالی_افغانستان_لپاره_نه_جبرانیدونکي_نتیجې_لري
معصوم ستانکزی په یوه ټویټ کې دې ته په اشارې سره چی افغانستان او ایران دوه ګاونډی هیوادونه دي چی اوږده پوله لري ، خبرداری ورکړ چی د تاوتریخوالی رامینځته کیدا ممکنه ده اسانه وی خو پایلې به یې نه جبرانیدونکی وی
(last modified 2023-06-01T05:40:11+00:00 )
Jun 01, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • له ایران سره تاوتریخوالی افغانستان لپاره نه جبرانیدونکي نتیجې  لري

معصوم ستانکزی په یوه ټویټ کې دې ته په اشارې سره چی افغانستان او ایران دوه ګاونډی هیوادونه دي چی اوږده پوله لري ، خبرداری ورکړ چی د تاوتریخوالی رامینځته کیدا ممکنه ده اسانه وی خو پایلې به یې نه جبرانیدونکی وی

 

د شفقنا خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د پخوانی حکومت د سولې د خبروکونکی پلاوی مشر معصوم ستانکزی د ایران او افغانستان ترمینځ وروستیو سرحدي تاوتریخوالیو په غبرګون کې ټینګار وکړ چی له هر احساسی اقدامه وړاندی باید د هغو نتیجو ته متوجه ووسو ځکه چی له ایران سره تاوتریخوالی افغانستان لپاره نه جبرانیدونکي نتیجې  لري .

معصوم ستانکزی په یوه ټویټ کې دې ته په اشارې سره چی افغانستان او ایران دوه ګاونډی هیوادونه دي چی اوږده پوله لري ، خبرداری ورکړ چی د تاوتریخوالی رامینځته کیدا ممکنه ده اسانه وی خو پایلې به یې نه جبرانیدونکی وی  . ده همداراز ټینګار وکړ د طالبانو او د ایران اسلامی جمهورسیت ترمینځ تاوتریخوالی باید د خبرو اترو له لارې اوار شی .

طالب ځواکونو  د افغانستان له پلوه  دنړیوالو قوانینو له رعایتوولو او د ښه ګاونډيتوب په نظر کې له نیولو پرته  په ډول ډول وسلو سره د زابل د سرحدي غونډ په حوزې کې  په ساسولي پستې ډزې وکړې چې  د اسلامي ایران د پولیسو  د پوله ساتونکو له پریکنده  غبرګون سره مخ شوي  دي