Jun 02, 2023 03:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان دوو ارګانونو د طالبانو راپور ښکاره دروغ وباله

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د ښځو او د ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا موسسې او «شنبه های ارغواني» غورځنګ د ملګروملتونو موسسې د ښځو پرضد د توپیر د ختمیدا د کمیټۍ لپاره د طالبانو د حکومت راپور ښکاره دروغ وباله.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته دغه ډلې په ښځو باندې زیات محدودیتونه لګولي دي چې د نړۍ او د سیمې په سویه یې ډير غبرګونونه راپارولي دي.

طالبان د افغانستان انجلیو او ښځو ته د کار او د زده کړې اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د ښځو او د ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا موسسې او د شنبه های ارغواني غورځنګ د ښځو د حقوقو د دوو دفاع کونکو ارګانونو په توګه پرون په یوې اعلامیې کښې ټينګار وکړ چې د طالبانو حکومت د ښځو په ازادیو او حقوقو باندې د سختو محدودیتونو مخینه لري او طالبان په دوو ګوتو سره لمر سترګه نشي پټولای.

دغو دوو ارګانونو وویل په افغانستان کښې د طالبانو په اوسني حکومت کښې اکثره ښځې له کارونو منع شوي دي او د انجلیو زده هم سخته محدوده شوي ده.

 

ټیګونه