قلندر عباد په روغتیایی خدمتونو کې د ایران د مرستو غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133814-قلندر_عباد_په_روغتیایی_خدمتونو_کې_د_ایران_د_مرستو_غوښتونکی_شو
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-06-02T05:27:46+00:00 )
Jun 02, 2023 09:56 Asia/Kabul
  • قلندر عباد په روغتیایی خدمتونو کې د ایران د مرستو غوښتونکی شو

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

د اوا له راپور سره سم، د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره کتلي او د کابل په افشار کې د سرطان د درملنې د مرکز د پرمختګ په بامیان کې د یوه روغتون د جوړولو، په ننګرهار کې د شکرې د ناروغانو د درملنې لپاره د یو روغتون د جوړولو او د روغتیا او طبي خدمتونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له همکاریو مننه وکړه.