جمهوري پال سناټوران په طالبانو نوي بندیزونه لګوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133828-جمهوري_پال_سناټوران_په_طالبانو_نوي_بندیزونه_لګوي
 ۱۹ جمهوري پال سناټوران غواړي د بشري حقوقو د مسالې په سر په طالبانو باندې نوي بندیزونه ولګوي.
(last modified 2023-06-02T05:51:25+00:00 )
Jun 02, 2023 10:18 Asia/Kabul
  • جمهوري پال سناټوران په طالبانو نوي بندیزونه لګوي

 ۱۹ جمهوري پال سناټوران غواړي د بشري حقوقو د مسالې په سر په طالبانو باندې نوي بندیزونه ولګوي.

فاکس نیوز په خپل وروستي راپور کې ویلي چي۱۹ جمهوري پال سناټوران د بشري حقوقو پورې د اړوندو مسالو په سر په طالبانو باندې د نویو بندیزونو د لګولو لپاره د یوې طرحې په چمتو کولو لګیا دي.

د دې راپور سره سم، یاده طرحه د امریکا ولسمشر دې ته مجبوره کوي چي د ترهګریزو فعالیتونو، مخدره موادو قاچاق، د بشري حقوقو د خلافورزی او له ښځو د ناوړې استفادې د امله په طالبانو پراخ بندیزونه ولګوي.

دا طرحه ټولې هغه مالې شبکې چي د طالبانو په واک کې دي، بندوي او امریکا ته د طالب چارواکو هر ډول تګ او راتګ ناممکنه کوي.

یاده طرحه به ایداهو د ایالت د سناټور جیم ریش له لورې کنګرس ته وړاندې شي.

دغه امریکایي سناټور ویلي چي کنګرس باید دا طرحه ژر تر ژره تائید کړي ځکه چي د امریکا په نه شتون کې طالبانو په افغانستان کې خپل نفوذ زیاتوي.

طالبانو هم دې طرحې ته په غبرګون کې ویلي چي فشارونه نتیجه نه ورکوي او امریکا باید د خبرو اترو لاره غوره کړي.