امنیت شورا د افغانستان د خراب وضعیت په اړه بله غونډه جوړوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133836-امنیت_شورا_د_افغانستان_د_خراب_وضعیت_په_اړه_بله_غونډه_جوړوی
په ملګرو ملتونو کې د اماراتو سفیرې په یوه کنفرانس کې وویل دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه جوړه شي.
(last modified 2023-06-02T21:25:33+00:00 )
Jun 03, 2023 01:51 Asia/Kabul
  •  امنیت شورا د افغانستان د خراب  وضعیت په اړه بله غونډه جوړوی

په ملګرو ملتونو کې د اماراتو سفیرې په یوه کنفرانس کې وویل دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سرچینو ویلي، چې دغه شورا د افغانستان په اړه د ځانګړو غونډو په دوام کی  د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان بله غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اماراتو سفیرې په یوه کنفرانس کې وویل دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه جوړه شي.

 نوموړې وایي، چې متحده عرب امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

لانا نسیبه دغه شان وویل، چې افغانستان لا هم د امنیت شورا د اجنډا په سر کې دی.

سرچینې، د جوړېدونکې ناستې ډېر جزیات ورنکړل خو وې ویل، چې امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي.

لانا نسیبه  په یوه خبري کنفرانس کی  وویل، د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هیوادونه یو او واضح دریځ لري.

هغې وویل  مونږ ه به د افغانستان پر وضعیت تمرکز وکړو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه چې د امنیت شورا ټول غړي یې په اړه روښانه دریځ لري. د نظر د همدې اجماع په خاطر، پرېکړه لیک تصویب شو چې دا خپله ښيي چې د افغانستان په اړه هڅې باید دوام ومومي، ځکه اساسي مسئله ده.

د ملګرو ملتونو په  امنیت شورا کې د اماراتو دایمې استازې مخکې له دې هم په وار وار پر طالبانو نیوکه کړې چې له افغان ښځو سره تبعیضي چلند او ظلم کوي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې هم د روان لمریز کال په ثور میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

په هغه ناسته کې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار باندې بندیزونه وغندل شول.

طالبانو د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې، په افغانستان کې ښځې په ټولو غیر دولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې، چې ورسته په دغه بندیز کې د ملګرو ملتونو دفتروته هم شامل شول او ښځینه کارکوونکې ورته له تګ منع شوې

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې جوړیدونکې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

.