ترافیکي پېښو له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jun 03, 2023 12:37 Asia/Kabul
چارواکي وایي، د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټبيان دي.
ترافیکي پېښو له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وایي، د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټبيان دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی عبدالنور رسولي وایي، یاده پېښه نن غرمه مهال د دوو مسافر وړونکو موټرو د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې د پېښې ټپیان د جلال اباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
په همدې حال کې نوموړی وایي، یو بل تن چې د سرخکانو په سیمه کې پر سړک پلی روان وو، موټر وهلی او خپل ژوند یې بایللی دی.
ټیګونه