ننګرهار کې بېلا بېلو پېښو کې ۱۲ تورن کسان نیول شوي
Jun 03, 2023 12:42 Asia/Kabul
چارواکی وایي، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبینو د قتل، وسله واله غلا، جعلي اسنادو جوړونې او د والدینو د شکایتونو قضیو کې ۱۲ تورن کسان نیولي.
ننګرهار کې بېلا بېلو پېښو کې ۱۲ تورن کسان نیول شوي
چارواکی وایي، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبینو د قتل، وسله واله غلا، جعلي اسنادو جوړونې او د والدینو د شکایتونو قضیو کې ۱۲ تورن کسان نیولي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي، یادو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او ژر به یې قضیې قضایي ارګان ته ورکړل شي.
وروستیو کې د جنایي پېښو زیاتوالي له امله د جلال اباد ښاریانو اندېښنې هم زیاتې شوي دي.
ټیګونه