د موټرو د سرعت د کنترولولو سېستم فعال شوی
د افغانستان په لغمان ولایت کې مسؤلین وایي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د موټرو د سرعت د کنټرولولو سېستم فعال کړی.
د افغانستان په لغمان ولایت کې مسؤلین وایي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د موټرو د سرعت د کنټرولولو سېستم فعال کړی.
د یاد ولایت د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز رسنیو ته ویلي د کابل-جلالاباد پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي له امله یې د موټرو د سرعت یاد ګړندي تګ کنترولولو سېسټم فعال کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د دغه سېسټم په فعالېدو سره به د کابل-جلااباد پر لویه لاره د موټرو سرعت کنټرول او د ټرافیکي پېښو مخه به ونیول شي.
د مبارز په وینا، دغه ماشین یا «سېسټم» به دوی سره د موټرو د سرعت په کنترول کې مرسته وکړي او د کابل- جلالاباد پر لویه لاره به د ټرافیکي پېښو په ګراف کې کموالی راشي.
کابل-جلااباد لویه لاره چې د هېواد له خطرناکو لویو لارو څخه شمېرل کېږي، وخت ناوخت د موټر چلوونکو د بېاحتیاطي او پر دې لارې د موټرو ګڼې ګوڼې له امله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.