بدخشان کې موټر بم برید له امله د والي مرستیال ووژل شو
په بدخشان ولایت کې نن سهار د موټر بم برید له امله د دغه ولايت د مرستيال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
بدخشان کې موټر بم برید له امله د والي مرستیال ووژل شو
په بدخشان ولایت کې نن سهار د موټر بم برید له امله د دغه ولايت د مرستيال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس معز الدین احمدي وايي، چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د فیض آباد د نوي ښار په "محکمې څلور لارې" کې شوې او د مولوي نثار احمد احمدي په ګډون دوه تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بدخشان ولايت داطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چي ټپيان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او د دغې پيښې په اړوند د کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي.
د دغې چاودنې نوعیت موټر بم بريد بلل شوی دی.
دا چې د نثار احمد احمدي وژل کېدل به د بدخشان په امنيتي وضعيت کوم اغيز ولري او کنه په اړه يې د پوځي چارو له کارپوه رحمت الله حسن داسې وايي:
که څه هم تراوسه د دې برید مسؤولیت کومې ډلې نهدی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو په امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسوولیت چې په پایله کې یې هغه ووژل شول، داعش ډلې منلی و.
همدارنګه د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د بريد مسؤليت هم داعش ډلې په غاړه اخيستی وو.