د نورستان خلک: د ژوند له لومړیو اسانتیاوو بې برخې یو
د افغانستان نورستان ولایت اوسیدونکي وایي، د ژوند له لومړیو اسانتیاوو بې برخې یو، ځایي چارواکې یې هم ستونزې مني، خو وایي د حل لپاره یې ګڼ اقدامات پیل کړي.
د افغانستان نورستان ولایت اوسیدونکي وایي، د ژوند له لومړیو اسانتیاوو بې برخې یو، ځایي چارواکې یې هم ستونزې مني، خو وایي د حل لپاره یې ګڼ اقدامات پیل کړي.
د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرته غرنۍ او په شنو ونو پوښل شوې سیمه ده ، استوګن یې وایي اوس هم د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې برخې دي.
دکامدیش ولسوالۍ دوه تنه ځایي مشران محمد ګل او رحیم الله وایي دغه ولسوالۍ ته غزیدلی سرک تر اوسه خام دی چې تګ راتګ پرې له ستونزو ډک دی
د دوی په وینا کلیو ته غزیدلي سړکونه نشته خلک خپل ناروغان تر اوږده واټنه پر څارویو را لیږدوي چې ډیری وخت ناروغ د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي،
دوی له حکومته د روغتیا، سرکونو او معارف په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
،دکامدیش ولسوالۍ پر لار یو موټر چلوونکی احمدجان وایي دکامدیش د سرک د خرابوالي له امله د دوی موټر هم هره ورځ عوارض مومي چې ګټل شوې پیسې بیرته دموټر پر جوړولو لګوي.
د نورستان ولایتي اداره هم د کامدیش ولسوالۍ د استوګنو ستونزی مني.
دیاد ولایت د والي ویاند سیف الدین لټون وایي ورته ستونزی یوازی په کامدیش نه بلکې ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې موجودې دي.
لټون وایي ولایتي ادارې مرکزي حکومت او مرستندویه ادارو سره دنورستان د خلکو ستونزوي شریکي کړي او پر وینا یې چې دستونزو د یوپر بل پسې حل کولو ډاډ یې تر لاسه کړی دی.
په افغانستان کې پر تیرو حکومتونو یوه نیوکه داوه چې لرې پرتې سیمې یې له پامه غورځولې وي او ټوله پاملرنه یې پلازمینې ته نږدې سیمو ته وه چې نورستان هم یو له لرې پرتو سیمو څخه ده چې استوګن یې اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.