پکتیکا کې ۱۰۵ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134200-پکتیکا_کې_۱۰۵_زلزله_ځپلو_کورنیو_ته_کورونه_جوړیږي
د افغانستان پکتیکا ولایت کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د دې ولایت په (ګیان) ولسوالۍ کې هغو کسانو ته چې کورونو یې د زلزلو له امله وران ویجاړ شوي وو (۱۰۵) کورونه جوړېږي.
(last modified 2023-06-10T06:06:10+00:00 )
Jun 10, 2023 10:30 Asia/Kabul

د افغانستان پکتیکا ولایت کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د دې ولایت په (ګیان) ولسوالۍ کې هغو کسانو ته چې کورونو یې د زلزلو له امله وران ویجاړ شوي وو (۱۰۵) کورونه جوړېږي.

پکتیکا کې ۱۰۵ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړیږي

د افغانستان پکتیکا ولایت کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د دې ولایت په (ګیان) ولسوالۍ کې هغو کسانو ته چې کورونو یې د زلزلو له امله وران ویجاړ شوي وو (۱۰۵) کورونه جوړېږي.
د دې ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر مولوي مطیع الله منصور په وینا یاد کورونه د (کنسرن موسسې) په مالي لګښت د (۲۴) میلیونو او (۳۳۸) زره افغانیو په ارزښت جوړېږی .

دنوموړي په وینا هرکور به دوه د هستوګنې خونې، یو دهلیز، یو پخلنځی او تشناب ولري، چې په وینا یې هرې کورنۍ ته د لومړي قسط (۸۶) زره (۵۵۰) افغانۍ ورکول شوي دي.
او هغه پیسې چې پاته دي هغه په دوهم او درېیم قسط کې ورکول کیږي.

د یادو کورونو د رغولو چارې د دریو (۳) میاشتو په لړ کې سرته رسیږي.

دویلو ده چې پکتیکا دافغانستان یو له هغه ولایت څخه دی چې په ختیځ لور کې پروت دی او کله ناکله د زلزلې له امله خلکو ته دځاني تاوانونو ترڅنګ مالي تاوانونه هم اوړي .