ایران کې سل افغان بندیان افغانستان ته سپارل شوي
ایراني چارواکي وایي، د ایران او طالبانو حکومت د هوکړې له مخې د دغه هېواد په بندخونو کې ۱۰۱ افغان بندیان یې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکو ته سپارلي، ترڅو د بند پاتې موده هلته تیره کړي.
ایراني چارواکي وایي، د ایران او طالبانو حکومت د هوکړې له مخې د دغه هېواد په بندخونو کې ۱۰۱ افغان بندیان یې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکو ته سپارلي، ترڅو د بند پاتې موده هلته تیره کړي.
د ایرانا خبري اژانس د ایران د اسلامي جمهوریت د بندیانو د انتقال د کمیټې د مشر له قوله لیکلي چې دغه کسان د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د لېږد کمېټې په هڅو، د عدلیې، بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د زندانونو ادارې په همکارۍ د نیمروز د ځمکني پولې له لارې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، تېر کال هم د ایران او افغانستان تر منځ د بندیانو د انتقال د هوکړې په چوکاټ کې د دغه هېواد څه باندې ۸۰۰ بندیان د خپلو سزاګانو د پوره کولو لپاره طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.
ایرنا خبری آژانس د ایران د عدلیې وزارت د بشری حقوقو او نړیوالو چارو د مرستیال په حواله راپور ورکړی چې د دغه هیواد په زندانونو کښې ۶۶۲۰ بهرنیان بندیان دی چې په هغو کې د افغانستان، پاکستان، عراق، ترکیې، هند او پاکستان اتباع هم شامل دي.
د یادولو وړ ده چې د ۱۴۰۱ کال د ثور میاشتې په ۱۵ نیټه د ایران او افغانستان تر منځ د بندیانو د انتقال د هوکړې له مخې څه باندې ۲۰۰ تنه افغان بندیان د قانوني مراحلو له تیرولو وروسته افغانستان ته انتقال شول.