د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو اټکل
Jun 12, 2023 14:03 Asia/Kabul
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.
د دغه هېواد هوا پېژندنې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې نن او سبا ورځ د کابل او ١۲ ولايتونو کې د ورښتونو، سختو بادونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سالنګ په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، ميدان وردګ، پروان، کاپيسا، پنجشېر هغه ولايتونه دي، چې د ورښتونو احتمال پکې شته.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
ټیګونه