د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو اټکل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134316-د_افغانستان_په_۱۲_ولایتونو_کې_د_سختو_اورښتونو_او_سیلابونو_اټکل
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.
(last modified 2023-06-12T09:35:35+00:00 )
Jun 12, 2023 14:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو اټکل

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.

د دغه هېواد هوا پېژندنې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې نن او سبا ورځ د کابل  او ١۲ ولايتونو کې د ورښتونو، سختو بادونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سالنګ په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، ميدان وردګ، پروان، کاپيسا، پنجشېر هغه ولايتونه دي، چې د ورښتونو احتمال پکې شته.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.