نورستان ولایت کې د ماین چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134342-نورستان_ولایت_کې_د_ماین_چاودنې_درې_ماشومان_ژوبل_کړي
د نورستان ولایت چارواکي وایي، په کرنیزه ځمکه کې یوه پخواني ماین د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-06-13T03:19:33+00:00 )
Jun 13, 2023 07:42 Asia/Kabul

د نورستان ولایت چارواکي وایي، په کرنیزه ځمکه کې یوه پخواني ماین د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

نورستان ولایت کې د ماین چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي

د نورستان ولایت چارواکي وایي، په کرنیزه ځمکه کې یوه پخواني ماین د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د نورستان ولایت د اطلاعات او کلتور ریس سمیع الحق حق بیان خبري رسنیو ته ویلي چې چاودنه د دې ولایت په ختیز د کامدیش ولسوالۍ اړوند کاسشتوز په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو په یو پټي کې لوبې کولې.

نوموړي ویلي چې دچاودنې له امله درې تنه کوچنیان ژوبل شول چې د درملنې په موخه د کونړ ولایت مرکز اسد اباد ته لیږدول شوي دي.

د نوموړي پروینا ډاکترانو دیو ژوبل کوچني روغتیایي حالت نازک بللی دی.

د نورستان ولایت د اطلاعات او کلتور ریس ویلي چې یاده سیمه کې له پخوا راهیسې په زیاته کچه ماینونه او ناچاودې مهمات پاتې دي چې وخت ناوخت دا ډول پیښې رامنځته کوي. څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د یو پخواني ماین د چاودنې له امله څو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کامدیش ولسوالۍ د کاشتوز دره له لسګونو کالو راهیسې د دوه قومونو تر منځ د دښمنې او جګړو مرکز وو چې دواړو قومونودیو بل پر خلاف په زیاته کچه ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

اوس چې د نورستان د ولایتي ادارې له لورې دا دښمنې پر دوستۍ بدله شوې او بې ځآیه شوې کورنۍ خپلو مینو ته راستنیږي ددغو ماینونو او ناچاودو توکیو د چاودنې له امله له دا ډول خونړیو پیښو سر مخامخ کیږي.