د طالبانو د امر څخه د سرغړونې سزا
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ؛ هغه کسان چې د طالبانو د مشرتابه د عمومي بخښنې له حکم څخه سرغړونه کوي د سزا مستحق دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ؛ هغه کسان چې د طالبانو د مشرتابه د عمومي بخښنې له حکم څخه سرغړونه کوي د سزا مستحق دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان شمالي ولایت سمنګان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې حکومت د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي او په دې لاره کې هغه کسان چې له عمومي عفوې څخه سرغړونه کوي، د سختې سزا مستحق دي.
د آوا خبریال د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد په شمال کې دی، تر اوسه د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر کړی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ یادې سیمې ته د خپل سفر پر مهال اعتراف وکړ چې د افغانانو ستونزې به له ملي یووالي پرته حل نشي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې په هیواد کې د ملی وحدت د نشتون له امله د مشکلاتو دوام منلی دی چې دغه ډله د ټولو سیاسي او توکمیزو ډلو په ګډون د ټول شموله حکومت له رامینځته کیدو سره په جدي توګه مخالفه ده او له همدې امله تر اوسه دغه حکومت په رسمیت هم نه دی پیژندل شوی.
سراج الدین حقاني زیاته کړه: د افغانانو ستونزې او مشکلات به د ټولو قومونو له ملي یووالي او اسلامي او ملي فکر پرته دوام وکړي.
حقاني تر دې وړاندې په جوزجان ولایت کې ویلي وو چې د افغانستان دښمنانو هڅه کوله افغانستان په بېلابېلو نومونو ووېشي او د هېواد د قومونو ترمنځ تفرقه واچوي، خو د دښمنانو دغه دسیسه شنډ شوې ده.
د افغانستان د حکومت د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: دښمنانو غوښتل چې افغانستان په یوه داسې فتنې کې ښکیل کړي چې شمال، جنوب، لویدیځ او ختیځ په مختلفو برخو وویشي، خو د خلکو او حکومت په هڅو سره د دښمنانو دغه دسیسه شنډ شوه.