د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134442-د_ایران_او_افغانستان_ترمنځ_د_بندیانو_تبادله_وشوه
د ایران اسلامي جمهوریت له لورې ۱۷۸ افغان بندیان چې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بندیان وو، تېره ورځ د سرپرست حکومت چارواکو ته  د شوې هوکړې له مخې وسپارل شول.
(last modified 2023-06-14T23:20:54+00:00 )
Jun 15, 2023 02:54 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې ۱۷۸ افغان بندیان چې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بندیان وو، تېره ورځ د سرپرست حکومت چارواکو ته  د شوې هوکړې له مخې وسپارل شول.

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې ۱۷۸ افغان بندیان چې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بندیان وو، تېره ورځ د سرپرست حکومت چارواکو ته  د شوې هوکړې له مخې وسپارل شول.

په ایران کې د افغانستان سفارت مرستیال او ارشد ډیپلومات مفتي محمد علیم تهران راډیو ته وویل د چهارشنبې په ورځ یې د اسلام کلا ـ دوغارون په مرز کې د یوې میرمنې په ګډون دوه ایراني بندیان د دغه هېواد چارواکو ته وسپارل.

نوموړي زیاته کړه، دغه راز د یو معلول او ۷ میرمنو په ګډون ۱۷۸ افغان بندیان د ایران حکومت له لورې دوی ته وسپارل شول چې په افغانستان کې به د بند پاتې موده تیره کړي.

هغه زیاته کړه، یاد افغانان د ایران په تهران، کرمان، خراسان رضوي او اصفهان کې د لسو څخه تر دیرش کالونو پورې په بند محکوم وو.