د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه
د ایران اسلامي جمهوریت له لورې ۱۷۸ افغان بندیان چې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بندیان وو، تېره ورځ د سرپرست حکومت چارواکو ته د شوې هوکړې له مخې وسپارل شول.
د ایران اسلامي جمهوریت له لورې ۱۷۸ افغان بندیان چې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بندیان وو، تېره ورځ د سرپرست حکومت چارواکو ته د شوې هوکړې له مخې وسپارل شول.
په ایران کې د افغانستان سفارت مرستیال او ارشد ډیپلومات مفتي محمد علیم تهران راډیو ته وویل د چهارشنبې په ورځ یې د اسلام کلا ـ دوغارون په مرز کې د یوې میرمنې په ګډون دوه ایراني بندیان د دغه هېواد چارواکو ته وسپارل.
نوموړي زیاته کړه، دغه راز د یو معلول او ۷ میرمنو په ګډون ۱۷۸ افغان بندیان د ایران حکومت له لورې دوی ته وسپارل شول چې په افغانستان کې به د بند پاتې موده تیره کړي.
هغه زیاته کړه، یاد افغانان د ایران په تهران، کرمان، خراسان رضوي او اصفهان کې د لسو څخه تر دیرش کالونو پورې په بند محکوم وو.