افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناروین زیات کړی
د سره صلیب نړیواله کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناورین زیات کړی او د بېکارۍ وضعیت د معلولو کسانو ژوند تر ټولو ډېر ناوړه حالت سره مخامخ کړی دی.
د سره صلیب نړیواله کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناورین زیات کړی او د بېکارۍ وضعیت د معلولو کسانو ژوند تر ټولو ډېر ناوړه حالت سره مخامخ کړی دی.
د سره صلیب په راپور کې که څه هم د بېکارۍ د کچې ارقام نهدي لیکل شوي، خو پهکې راغلي چې د افغانستان د وګړو ۴۴ فیصده کافي خواړه نهلري او ۷۹ فیصده یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کمېټه او نورې ادارې په بشرپاله خدمتونو لګیا دي، خو د اقتصادي ثبات لپاره د درول شویو اقتصادي پروژو بیا پيل او پانګونه مهمه بلل شوې ده.
تر دې وړاندې د کارګرانو ملي ټولنې هم ویلي چې افغانستان کې بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.