افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناروین زیات کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134444-افغانستان_کې_د_بې_کارۍ_کچې_بشري_ناروین_زیات_کړی
د سره صلیب نړیواله کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناورین زیات کړی او د بې‌کارۍ وضعیت د معلولو کسانو ژوند تر ټولو ډېر ناوړه حالت سره مخامخ کړی دی.
(last modified 2023-06-14T23:27:05+00:00 )
Jun 15, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناروین زیات کړی

د سره صلیب نړیواله کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناورین زیات کړی او د بې‌کارۍ وضعیت د معلولو کسانو ژوند تر ټولو ډېر ناوړه حالت سره مخامخ کړی دی.

د سره صلیب نړیواله کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچې بشري ناورین زیات کړی او د بې‌کارۍ وضعیت د معلولو کسانو ژوند تر ټولو ډېر ناوړه حالت سره مخامخ کړی دی.

د سره صلیب په راپور کې که څه هم د بې‌کارۍ د کچې ارقام نه‌دي لیکل شوي، خو په‌کې راغلي چې د افغانستان د وګړو ۴۴ فیصده کافي خواړه نه‌لري او ۷۹ فیصده یې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کمېټه او نورې ادارې په بشرپاله خدمتونو لګیا دي، خو د اقتصادي ثبات لپاره د درول شویو اقتصادي پروژو بیا پيل او پانګونه مهمه بلل شوې ده.

تر دې وړاندې د کارګرانو ملي ټولنې هم ویلي چې افغانستان کې بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده.