لغمان ولایت کې دنشه یې توکیو د تولید یوه فابریکه ویجاړه شوه
چارواکي وایي په یاده فابریکه کې یې زیاته اندازه کیمیاوي مواد چې د نشه یې توکیو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي هم تر لاسه کړي دي
چارواکي وایي په یاده فابریکه کې یې زیاته اندازه کیمیاوي مواد چې د نشه یې توکیو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي هم تر لاسه کړي دي
د لغمان ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلی چې امنیتي ځواکونو ددې ولایت په بادپخ ولسوالۍ کې د نشه یې توکیو د تولید یوه کارخانه کشف او تر فعالیت پیلولو وړاندې یې ویجاړه کړه .
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو سلګونه لیتره تیزاب او نور کیمیاوي مواد چې په نشه یې توکیو جوړولو کې ترې کار اخیستل کیده کشف او تر لاسه کړي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده فابریکه وړاندې تر دې چې پر تولید پیل وکړي دامنیتي ځواکونو له لورې کشف او له منځه یوړل شوه.
د لغمان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې دیادې فابریکې دله منځه وړلو پر مهال شپږ تنه دامنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي چې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او زر به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
په لغمان ولایت کې که څه هم له څه مهال راهیسۍ دنشه یي توکیو کرکیله او تولید ترسره کیده خو دا به ښایي لومړی ځل وي چې دنشه یې توکیو فابریکه هم پکې له منځه وړل کیږي.