د بشري حقوقو شورا د افغان ښځو پر وضعیت غونډه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134614-د_بشري_حقوقو_شورا_د_افغان_ښځو_پر_وضعیت_غونډه_جوړوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ تېره دوشنبه ویلي و چې په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي
(last modified 2023-06-18T22:32:59+00:00 )
Jun 19, 2023 03:00 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو شورا د افغان ښځو پر وضعیت غونډه جوړوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ تېره دوشنبه ویلي و چې په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي

 

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د سویس په جینوا کې د افغانستان پر بشري وضعیت، په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په باب خبرې وکړي.

 د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ تېره دوشنبه ویلي و چې په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ریچارډ بنيټ او د حقوقپوهانو د نړیوال کمیسیون د حقوقي تګلارې د برخې مسوول سایدرمن به د افغانستان د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه ویناوې وکړي.

په دغه راپور کې چې یوه برخه یې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سیستماتیک یا منظم تبعیض تر ټولو ښکاره بېلګه د طالبانو له‌ خوا د فرمانونو، پرېکړو او دستورالعملونو صادرول دي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې پورې یې شمېر څه باندې پنځوسو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر زده کړو هم له شپږم ټولګي پورته بندیز لګولی دی.