ننګرهارکې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ بله مثبت پیښه ثبت شوه
ننګرهارکې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ بله مثبت پیښه ثبت شوه، دا په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پنځمه پیښه ده چې پنځه واړه په ننګرهار ولایت کې ثبت شویدي
ننګرهارکې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ بله مثبت پیښه ثبت شوه
دا په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پنځمه پېښه ده چې پنځه واړه په ننګرهار ولایت کې ثبت شویدي
د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف کې یوه چارواکي چې له نوم اخیستلو یې ډډه کړې ویلي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ دا پیښه د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرته ولسوالي ده ثبت شویده .
تر دې وړاندې څلورمه پیښه د دوربابا پبه څنګلورې ولسوالۍ نازیان کې ثبت شوې وه .
د دغه سرچینې د معلوماتو له مخې پر ګوزڼ ناروغۍ اخته ماشوم دوه اویا اونۍ یا شپږ کاله عمر لري.
په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزن ناروغۍ د پرله پسې څلورمې پیښې وروسته په پام کې وه چې د روانې زیږدیزې میاشتې په پېل کې په ختیزه حوزه کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین ترسره شي خو دنامعلومو لاملونو له امله دا کمپاین ځنډیدلی دی.
په افغانستان او بیا په ننګرهارکې چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره نږدې پروت ولایت دی دګوزڼ ناروغیو دپرله پسې پنځو مثبتو پیښو ثبتیدل د هغه کورنیو او بهرنیو حکومتي او غیر حکومتي ادارو لپاره د خطر زنګ دی چې د ګوزڼ ناروغۍ به مخنیوي کې پر فعالیت بوختې دي