وټس اپ د طالب غړو حسابونه بندوي
نیویارک ټایمز رپورټ ورکړی چې وټس اپ د طالبانو په غړو پورې د اړونده اکاونټونو په حذفولو پسې دی
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، «متا» شرکت چې د پيغام استونې وټس اپ شرکت ورپورې اړونده دی، ویلي دي چې په طالب غړو پورې اړونده یوزر اکاونټونه بندوي.
نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې د دغه شرکت ویاند ویلي دي چې په وټس اپ کښې د کسانو عکسونه، توضیحات او د ډلو نومونه سکین کوي ترڅو د طالبانو غړي معلوم کړي.
د طالبانو یو غړي هم نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې د دغې ډلې د ارتباط یوازنۍ لاره، وټس اپ دی.
د یادې امریکايي رسنۍ په لیکنه، په دې وروستیو میاشتو کښې د وټس اپ له لنډمهاله غیرفعاله کیدو او بندیز څخه د طالب چارواکو شکایتونه زیات شوي دي.
نیویارک ټایمز زیاته کړه: د پيغام رسونې دغه پلیټ فارم د طالبانو د نوزیږي حکومت د ملا په تیر بدل شوی دی.
متا دغه ګډوډی په طالبانو باندې د نړیوالو بندیزونو په وجه بللی دی.
طالبان په فیسبک کښې هم بایکاټ دي. خو د دغې ډلې غړي په ټویټر کښې پراخ شتون لري.
د خبر پاې/