په لغمان ولایت کې پر یو قاتل د قصاص حکم پلی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134692-په_لغمان_ولایت_کې_پر_یو_قاتل_د_قصاص_حکم_پلی_شو
له فراه ولایت وروسته لغمان دویم ولایت دی چې د اسلامي امارت له لورې پکې پر قاتل د قصاص حکم پلی کیږي.
(last modified 2023-06-20T07:39:20+00:00 )
Jun 20, 2023 11:30 Asia/Kabul

له فراه ولایت وروسته لغمان دویم ولایت دی چې د اسلامي امارت له لورې پکې پر قاتل د قصاص حکم پلی کیږي.

له فراه ولایت وروسته لغمان دویم ولایت دی چې د اسلامي امارت له لورې پکې پر قاتل د قصاص حکم پلی کیږي.

د اسلامي امارت سترې محکمې د سی شنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي اجمل د نسیم زوی چې د کابل ولایت د گلدری اوسیدونکی دی د لغمان ولایت  د قرغه یې ولسوالۍ اوسیدونکي جمعه ګل درې زامن او یوه لور د شپې له لورې د هغه په کور کې په ناریه وسیله وژلی او په دویم ځل یې د هغه بل زوی سید ولي مشهور په شینا د ټوپک په ګولې ویشتلی او وژلی وو.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار زون لومړنۍ محکمې د قاتل پر قضیه څیړنه پېل کړه او په پایله کې درې ګونو محکمو هغه  ته د قصاص غوښتنه وکړه .

د خبرپاڼې پر وینا وروسته د هغه دوسیه د اسلامي امارت مشرتابه ته واستول شوه چې له هر اړخیز غور وروسته پرې د قصاص حکم د پلې کیدو وروستۍ پریکړه وشوه او دا پریکړه د سلګونو ځایي اوسیدونکو پر وړاندې د سترې محکمې د قضایي پلاوي له لورې د جمعه خان د کورنۍ له لورې عملی شوه.

ها خوا د لغمان ولایت د والي ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قصاص د حکم د تطبیق په مراسموکې د لغمان والي قاري زین العابدین عاید او د سترې محکمې د جزا دیوان ریس مفتی عتیق الله درویش سربیره د ولایتي ادارې ګڼ شمیر ریسانو ، قاضیانواو سلګونو ځایي خلکو برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په پېل کې یو شمیر دیني عالمانو د اسلام له نظره د قصاص د ارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې قصاص په اسلامي شرعیت کې د مجازاتو یو مهم اصل دی چې قاتل ته د هغه د کړنو په بدل کې ورکول کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دمراسموپه ورستۍ برخه کې  پر اجمل نومي باندې دقصاص حکم  د لغمان مرکز سلطان غازی ښارګوټي په عیدګا کې پلی شو.

که څه هم چې دقصاص دپلې کیدو دغه مراسمو ته عام خلک هم وربلل شوي خو چاته د انځور او فلم اخیستلو اجازه نه ده ورکول شوی . یو شمیر ولسي وګړي د قصاص دپلي کدو حکم د نورو جرمونو د تکرار دمخنیوي لپاره اغیزناک بولي  او وایي د دې حکم په پلې کیدو سره به بې ګنا وګړو د وژل کیدو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې واک ته داسلامي امارت تر رسیدو وروسته دا دویم ځل دی چې په لغمان ولایت کې د قصاص حکم پلی کیږي

تر دې وړاندې په سهیل لویدیز ولایت فراه کې پر یو قاتل د قصاص حکم بلی شوی و.