لسګونه بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د افغانستان په میدان وردګو ولايت کې لسګونه بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د افغانستان په میدان وردګو ولايت کې لسګونه بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د میدان وردګو ولایت دکلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکې وايي، چې د ياد ولایت په جغتو اوسید آباد ولسوالیو کې د خوراکي توکو او اوبو مصؤنیت تر سرليک لاندې (۲۵) بیلابیلې پروژې تکميلې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ياد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو رسنيو ته وویل، چې د يادې پروژې د CDCS بنسټ په مالي کمک تکميلې شوې، چې په کې د (۴) میلیونو، (۶۳۴) زره او (۳۷۹) افغانيو په مصرف د (۱۵) لاسي څاه ګانو او د( ۵) چینو اساسي جوړول، چې ( ۵۸۸) کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې او (١۵۷) کورنیو ته دښه روغتیایي ماحول جوړيدو لپاره ( ١٠۵) مبرزونو دجوړولو کار شامل دي.
بايدوويل شې چې د یادو پروژو دجوړولو پر وقت د( ١٠٢١) کاري ورځو سره سلګونه کسانه ته د کارکولو زمینه برابره شوې وه.
د يادونې وړده شې چې موده مخکې هم د هيوادجنوب د هلمندولايت په ريګستان ولسوالي کې دکرنې اوبولګولواومالدارۍ رياست له طرفه دچيک ډيم جوړولو کار پيل شوي وو.