طالبانو پر دوی د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځآنګړي استازي او همغږي کوونکي سره په لیدنه کې پر دوی د لګیدلو بندیزونو او اسعارو د خلاصون غوښتنه کړې.
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځآنګړي استازي او همغږي کوونکي سره په لیدنه کې پر دوی د لګیدلو بندیزونو او اسعارو د خلاصون غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست قاری دین محممد حنیف د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د دغه کتنې پر مهال چې تېره ورځ ترسره شوې، دواړو لورو د نړيوالې ټولنې د اړيکو د پياوړتيا او د اقتصادي وضعيت ښهوالي لپاره پر پرمختيايي پروګرامونو خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت سرپرست د بندیزونو او مجازاتو دوام او د افغانستان د اسعارو د پانګې کنګل کېدل د روانو اقتصادي ننګونو لامل باللی او د بندیزونو د لرې کېدو او له ملګرو ملتونو څخه یې د افغانستان د اسعارو د پانګې د خلاصون غوښتنه کړې ده.
نوموړي د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو، همغږۍ او تعامل کې د شته اقتصادي وضعیت اساسي حل او ښه والی مهم بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له اقتصادي وضعیته باید سیاسي ګټه پورته نهشي.