طالبانو پر دوی د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134766-طالبانو_پر_دوی_د_بندیزونو_د_لرې_کېدو_غوښتنه_وکړه
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځآنګړي استازي او همغږي کوونکي سره په لیدنه کې پر دوی د لګیدلو بندیزونو او  اسعارو د خلاصون غوښتنه کړې.
(last modified 2023-06-21T22:19:57+00:00 )
Jun 22, 2023 02:41 Asia/Kabul
  • طالبانو پر دوی د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځآنګړي استازي او همغږي کوونکي سره په لیدنه کې پر دوی د لګیدلو بندیزونو او  اسعارو د خلاصون غوښتنه کړې.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځآنګړي استازي او همغږي کوونکي سره په لیدنه کې پر دوی د لګیدلو بندیزونو او  اسعارو د خلاصون غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست قاری دین محممد حنیف د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د دغه کتنې پر مهال چې تېره ورځ ترسره شوې، دواړو لورو د نړيوالې ټولنې د اړيکو د پياوړتيا او د اقتصادي وضعيت ښه‌والي لپاره پر پرمختيايي پروګرامونو خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت سرپرست د بندیزونو او مجازاتو دوام او د افغانستان د اسعارو د پانګې کنګل کېدل د روانو اقتصادي ننګونو لامل باللی او د بندیزونو د لرې کېدو او له ملګرو ملتونو څخه یې د افغانستان د اسعارو د پانګې د خلاصون غوښتنه کړې ده.

نوموړي د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو، همغږۍ او تعامل کې د شته اقتصادي وضعیت اساسي حل او ښه والی مهم بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له اقتصادي وضعیته باید سیاسي ګټه پورته نه‌شي.