جرمني د افغانانو د بیولو کار دوباره پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134898-جرمني_د_افغانانو_د_بیولو_کار_دوباره_پیلوي
د جرمني خبري سرچینو وویل چې دغه هیواد به په افغانستان کښې د جرمني لپاره د ځايي کارکوونکو او له خطر سره د مخامخ کسانو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر، د جون له ۲۶ نیټې څخه دوباره پیل کړي.
(last modified 2023-06-24T21:57:13+00:00 )
Jun 25, 2023 02:22 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د جرمني خبري سرچینو وویل چې دغه هیواد به په افغانستان کښې د جرمني لپاره د ځايي کارکوونکو او له خطر سره د مخامخ کسانو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر، د جون له ۲۶ نیټې څخه دوباره پیل کړي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، جرمن رسنیو رپورټ ورکړی چې ټاکل شوې د دې هیواد حکومت د افغانستان د کډوالو د منلو او منتقلولو بهیر له راتلونکې اونۍ څخه دوباره شروع کړي.

د دویچه وله د رپورټ له مخې، د جرمني د خارجه وزارت ویاند په برلین کښې جرمن خبري آزانس ته په مره کښې ویلي چې په افغانستان کښې د جرمني لپاره د ځايي کارکوونکو او  له خطر سره د مخامخ کسانو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر، د جون له ۲۶ نیټې څخه دوباره پیل کړي.

دغه پروګرام د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې د احتمالي ناوړه استفادې د مخنیوي په موخه په یو ډول بند شوی و.

د دویچه وله په لیکنه، ټاکل شوې ده چې په راتلنکي کښې د جرمني د ویزا له غوښتونکو سره امنیتي مرکې وشي ترڅو د ناوړه استفاده مخنیوی وشي.

د جرمني د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د افغانستان د کډوالو د قبلولو پروګرام به په راتلونکو اونیو کښې ورو ورو پراخ شي او هره میاشت به یو زر تنه ومنل شي.

د هغه په وینا، کوم کډوال چې په پاکستان او ایران کښې منتظر دي د هغوي په دوسیو غور وړومبیتوب لري او له هغو وروسته به، له افغانستان څخه د کسانو انتقال پيل شي.