ننګرهار کې پر نشه یی توکو د روږدو ۱۷۱ تنو درملنه وشوه
یوسلو اویا تنه پر نشه روږدي په ننګرهارکې دروږدوکسانوددرملنې په مرکز کې تر رغیدو وروسته وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
یوسلو اویا تنه پر نشه روږدي په ننګرهارکې دروږدوکسانوددرملنې په مرکز کې تر رغیدو وروسته وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
رغیدلي کسانو ژمنه کړې چې بیا به د نشو میدان ته نه ورستنیږي
دننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي ددوې موظفینو څه موده وړاندې د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو او دغه راز د شینوار او مومنددری ولسوالۍ له بازارونو څخه یوسلو اویا تنه پر نشو روږدې کسان راټول او ددې ولایت د روږدو کسانو ددرمنلې یو سلو اویا بستریز مرکز ته یې وسپارل.
نوموړي وویل له یوې نیمې میاشتې درملنې وروسته دا کسان له نشو راستانه او په روغه سټه خپلو کورنیو ته ورستانه شول، دننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند وویل رغیدلو کسانو ژمنه کړې چې بیا به نشو ته مخه نه کوي.
دغه راز یې له کورنیو هم ژمنه اخیستل شوې چې ددوې څارنه به کوي او ددوې لپاره ګومارل شوي کسان به هم تر یوې مودې دوې تر څار لاندې نیسې. له نشو یو رغیدلی وویل خوشحاله دی چې دنشو له ګردابه راوځي او روغ رمټ خپلې کورنۍ ته ستنیږي .
هغه وایي تر دې وروسته به د خپلو اولادونو دحلالې نفقې ګټلو لپاره خواري مزدوري کوي، په ننګرهار کې پر نشه دروږدو دومره شمیر کسانو درملنه داسې مهال تر سره کیږي چې د جلال ابا ښار لارې کوڅې او دیوشمیر ولسوالیو بازارونه پر نشه له روږدو کسانو ډک دي .
یو شمیر دنظر خاوندان پر نشه د روږدو کسانو دشمیر زیاتوالی دکورنیو ناسم اقتصادی وضیعت او دکار نشتوالی په ګوته کوي .، ددوې پر باور تر هغې چې رغیدلو کسانو ته د کار کولو سالم چاپیریال چمتو نه شي شونې ده چې هغوې بیا ځلې خپلې دې خیالي دونیا ته وروګرځي.