د انجوڼو په زده کړې باندې د بندیز لپاره د طالبانو توجیهات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134932-د_انجوڼو_په_زده_کړې_باندې_د_بندیز_لپاره_د_طالبانو_توجیهات
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان په درسي کتابونو کې د اصلاحاتو د راوستلو ضرورت تر شپږمې ټولګۍ پورته د انجوڼو په زده کړو د بندیز او د هغوی د ښوونځیو د بندېدو لامل وباله. مجاهد وویل: مخکنی تعلیمي نصاب له غربي هیوادونو راغلی وو او په افغان ولس ورتپل شوی وو.
(last modified 2023-06-25T09:53:48+00:00 )
Jun 25, 2023 14:22 Asia/Kabul
  • د انجوڼو په زده کړې باندې د بندیز لپاره د طالبانو توجیهات

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان په درسي کتابونو کې د اصلاحاتو د راوستلو ضرورت تر شپږمې ټولګۍ پورته د انجوڼو په زده کړو د بندیز او د هغوی د ښوونځیو د بندېدو لامل وباله. مجاهد وویل: مخکنی تعلیمي نصاب له غربي هیوادونو راغلی وو او په افغان ولس ورتپل شوی وو.

که څه هم د شپږمې ټولګۍ څخه پورته د انجونو په زده کړو د بندیزو لپاره دا ډول خبرې د ذبیح الله مجاهد رسمي توجیهات بلل کیږي لیکن داسي نه ښکاري چي دا خبرې دي د افغان ولس او د نړیوالو ټولنو لپاره د منلو وړ ووسي.

ځکه چي مخکنی تعلیمي نصاب او د ښوونځی کتابونه هم د معارف په چوکاټ کې وو او  غیر دیني محتوا یې نه درلوده او د افغانستان له رسمونو او رواجونو سره په ټکر کې نه وو.       د طالبانو د سرپرست حکومت دغه ادعا که حقیقت درلودلې وای، نو د افغانستان خلګو او عالمانو به د انجوڼو په درسي کتابونو اعتراض کړي وای.     

د سیاسي چارو شناند مولوي مفلح په دې اړه وایي:  د انجوڼو د درسي کتابونو په وړاندې د طالبانو حساسیت د پام وړ مساله ده، ځکه چي دا ښیي طالبان د افغانستان د ټولنې د انجوڼو د نوی نسل سلامتیا ته اهمیت ورکوي، لیکن دلته یوه مهمه پوښتنه مطرح کیږي هغه دا چي ایا د طالبانو روزنیز نظام نه شوای کولای چي د ښوونځیو د درو میاشتنیو رخصتیو پر مهال د انجونو په درسي کتابونو کې ضروري اصلاحات راوستي وای. د طالبانو د سرپرست حکومت خبرې چي وایي مونږ د انجوڼو په زده کړه بندیز نه دی لګولی او هغوی ته د زده کړې د حق د نه ورکولو خبره نه ده کړې، بلکې دا مساله مو تر یو څه مودې پورې ځنډولې ده، هغه هم د دې لپاره چي درسي کتابونه اصلاح کړای شي.  داسي ښکاري چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته، طالبان د نړیوالو فشارونو دکمولو لپاره هڅه کوي، ځکه چي امنیت شورا پرېکړه وکړه تر هغه چي طالبانو د ښځو حقوق رعایت نه کړي نو په رسمیت به نه وپېژندل شي. طالبانو له دې مخکې خپل فقهي باورونه د انجوڼو د ښوونځیو د بندون دلیل بللي وه لیکن د اسلام مبارک دین نه یوازي له تعلیم څخه ښځې نه بې برخه کوي بلکې په ټولنیز او د کور په ماحول کې د ښځو د ودې او پرمختګ په ضرورت ټینګار کوي، په دې خاطر هیڅ یو دیني عالم هم د طالبانو له لورې د انجوڼو د نه زده کړې پریکړه تائیده کړې نه ده.  په افغانستان کې د سیاسي چارو شناند اسدالله زائري  په دې اړه وایي: اوسنۍ زمانه کې چي د علم او پرمختګ زمانه ده، حتی د افغانستان سنتي ټولنه هم د انجوڼو د زده کړې ممنوعیت نه شي منلای، ځکه د دې هیواد ټولنه نه یوازې په مختلفو برخو منجمله درملیزو چارو کې د ښځینه خدماتو ته ضرورت لري بلکې تعلیم یافته ښځې د خپلو اولادونو په روزنه کې هم کارنده رول لوبولایشي او کولایشي د دې هیواد راتلونکی نسل تعلیم یافته او پرمختللی وروزي.  

په هر صورت کې مجاهد ادعا کوي چي مخکې له دې د افغانستان په ۳۰ سلنه سیمو کې روزنیز او تعلیمي خدمات موجود وه لیکن اوس د طالبانو په حکومت کې د دې هیواد په ټولو ولایتونو، ښارونو او کلیو کې د تعلیم زمینه برابره شوې ده، چي دا مثبته خبره ده او تعلیم ته د طالبانو د پاملرنې ښودنه کوي لیکن په هرې پلمې سره، د انجوڼو په زده کړې باندې بندیز، نه یوازې د افغانستان د خلګو لپاره د منلو نه دی بلکې نړیوالې ټولنې ته هم د منلو نه دی په تېره بیا چي د انجوڼو د تحصیل بندون د زیاتې مودې لپاره دوام کړی دی. 

د مجاهد د خبرو له مخې که طالبانو په حقیقت سره، د انجوڼو د درسي کتابونو او تحصیلي نصاب د اصلاحاتو اراده درلودلې وای، باید په تېر یو کال کې دا کار یې تر سره کړې وای څو انجوڼي همداسي له تعلیم څخه محروم پاتې شوې نه وای. ځکه افغان انجوڼي هم غواړي د نړۍ د نورو هیوادونو د انجوڼو په شان د سبق ویلو حق څخه برخمن ووسي، لکه څرنګه چي د زیاتو طالب مشرانو لوڼې په بهر هیوادونو لکه قطر او پاکستان کې په تعلیم لګیا دي.