ننگرهار کي د اختر په مناسبت ځآنګړې امنیتي تدابیرو سپارښتنه شوې
دننګرهارپوځې شورا دلوی اختر په ورځو کې د دامنیت د ټینګښت په موخه د ځانګړو تدابیرو د نیولو سپارښتنه وکړه
دننګرهارپوځې شورا دلوی اختر په ورځو کې د دامنیت د ټینګښت په موخه د ځانګړو تدابیرو د نیولو سپارښتنه وکړه
دننګرهار والي دویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت پوځي شورا چې پکې د امنیتي سکتور اړوندو ادارو مشرانو برخه اخیستې وه د ننګرهار مرستیال او سرپرست والي مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ غونډه وکړه. په خبرپاڼه کې راغلي چې ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د لوې اختر د ښې نمانځنې او امنیت د خوندیتوب په موخه ځانګړي امنیتي تدابیرونیسي،
دوالي دویندوې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې دامنیتي سکتور چارواکو دښه امنیت د ټبنګښت په موخه دخپلو ادارو له لورې دترسره کیدونکو چارو او پلانونو یادونه وکړه،
ها خوا د ننګرهارولایت د استخباراتو ادارې په دې ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو له لورې په خپریدونکې خبرتیا کې د لوی اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت او دغه راز د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره پر سوداګرو غږ کړی چې د هر ډول پټاکیو او نوروناوړه غږ لرونکو وسایلو له واردولو ډډه وکړي ،
داستخباراتو ریاست په دې خبرتیا کې دغه راز له کورنیو هم غوښتل شوي چې خپل اولادونه داختر په شپو ورځو کې د پټاقیو ، پلاستیکي وسلو او نورو توکیو له رانیولو راوګرځوي .