د طالبانو مشر ملا هیبت الله اختریز پیغام ورکړی
د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په هیواد کې د نوي حکومت په راتګ سره ښځو ته خپل ټول شرعي حقوق ورکړل شوي دي.
د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په هیواد کې د نوي حکومت په راتګ سره ښځو ته خپل ټول شرعي حقوق ورکړل شوي دي.
د مُلاهبت الله اخندزاده دا اختریز پیغام چې د سرپرست حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر پاڼې له لارې خپور شوی، راغلي چې په دې موده کې ښځې له جبري ودونو، ناوړه استفادې او نورو ظلمونو څخه ژغورل شوي دي.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د حدودو او قصاص په عملي کېدو هم خوښي ښودلې او زیاتوي، د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپېڅلی شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی دی.
خو د سياسي چارو کارپوهان وايي، د طالبانو د مشر په دغه پيغام کې د ښځو تعليم او کار ته هېڅ اشاره نه ده کړې.
د طالبانو د مشر په پیغام کې دا هم ویل شوي چې افغانستان له اقتصادي پلوه مخ پر ودې دی پر ځان بسیاینې ته نيږدې شوی، چې دا د هېواد په معاصر تاریخ کې بې ساری اقدام دی.
ملا هبت الله اخندزاده دغه راز ويلي، چې له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو ټینګار یې وکړ، چې د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نور هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
په دغه پيغام کې ويل شوي دي چې د دولتي مقاماتو د هلو ځلو له امله په هېواد کې د نشه يي توکو کښت صفر ته نږدې شوى او د نشه يي توکو هر ډول توليد او استعمال منع شوى دى.
د طالبانو مشر له هغو کسانو چې هېواد ته ګواښونه پېښوي، وغوښتل چې له ګواښونو لاس واخلي او د هېواد د سولې په ټينګښت کې ونډه واخلي.
په دغه اختریز پیغام کې طالب چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې د ولس د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مسوليتونه ادا او خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي.
نوموړي د فلسطين په مېرمنو، ماشومانو او عامو بې دفاع مسلمانانو د اسرائيلو وحشیانه ظلمونه په کلکو ټکو غندلي او له نورو هېوادونو یې غوښتي،چې د دې ستر بشري جنايت او وحشي کړنو په وړاندې خپل مکلفيت ادا کړي.
ملا هبت الله اخندزاده د سوډان هېواد له خلکو او حکومت څخه غوښتنه کړې چې خپل منځي اختلافات او جنګونه ترک کړي، د يووالي، امنيت او ورورګلوی لپاره په ګډه کار وکړي،
د طالبانو مشر په دغه اختریز پیغام کې ویلي چې د اسلامي امت د ټولو ستونزو او ناخوالو حل د دوی په يو والی او اتفاق کې دی او مسلمانانو ته پکار ده چې د مغرضو کړیو د تفرقه اچونې دسيسي شنډې کړي ترڅو مسلمان ولسونه د اتفاق او اسلامي ورورولۍ په چوکاټ کې ژوند وکړي.