د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت امنیتي تدابیر زیات شوي دي.
په کابل ښار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت امنیتي تدابیر زیات شوي دي.
په کابل ښار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت امنیتي تدابیر زیات شوي دي.
د لوى اختر په رانژدې کېدو سره د طالبانو د حکومت د عامه نظم ځواکونو د ښار په بېلابېلو برخو او واټونو کې امنيتي تدابير زيات کړي او هڅه کوي، چې خلکو ته د اختر په ورځو کې امنيت تامين کړي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د دوهمې لوا درستیزوال نقیب الله وايي: موږ په ۲۴ ساعتونو کې په دوامداره توګه د خلکو د امنیت د تامین په خاطر په کار بوخت یو، څو خلک ارام شي.
بل لورته؛ د پلازمینې اوسېدونکي په ښار کي د جنایي جرمونو له زیاتوالي اندېښنه لري او له اړوندو بنسټونو غواړي؛ چي دې ستونزو ته پام وکړي.
دوی زیاتوي؛ چي په کابل کي د شپې او ورځې لخوا خوندې نه دي او د اسلامي امارت له اړوندو بنسټونو غوښتنه کوي؛ چي د اختر په رارسېدو سره د کابل مېشتو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د عرفې او د لوی اختر درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د ویلو ده؛ چې لوی اختر ټولو اسلامي هېوادونو کې هر کال په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کيږي.