د افغانستان د اسعارو په بازار کښې د ثبات دوام
د افغانستان رسندوي سرچینو د دغه هیواد د اسعارو په بازار کښې د ثبات د دوام خبر ورکړی او ویې ویل چې په تیره اونۍ په دغه هیواد کښې د ډالر په بیه کښې ډیر لږ بدلونونه شوي دي.
د دغو سرچینو د رپورټ له مخې، د افغانۍ بیه نن (دوشنبه د چنګاښ په ۵) د بهرنیو اسعارو په وړاندې د تیرې ورځې په پرتله ډیر لږ بدلون کړی دی او یو امریکايي ډالر په ۸۶ افغانۍ خرڅیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستیو کښې نړیوال بانک په خپل تازه رپورټ کښې د افغانستان اقتصادي وضعیت څیړلی او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کښې د ګرانۍ او انفلیشن اندازه مخ په کمیدو ده.
په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې د روان کال په مارچ میاشت کښې د ګرانۍ اندازه ۱.۹۴ فیصده او په فرورۍ میاشت کښې ۳.۵ فیصده وه، دا په داسې حال کښې دي چې په ۲۰۲۲ کال کښې په افغانستان کښې د انفلیشن اندازه ۱۸.۳ سلنه وه.
په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې د پيسو ثبات، په دې وروستیو میاشتو کښې د خوراکي موادو او سونګو د نړیوالې بیې کمیدل،د خوراکي موادو د تولید او زیرمې ښه کیدل او د افغانستان په بازارونو کښې د اړتیاوړ شیانو موجودګي د ګرانۍ د اندازې د کمیدونکي بهیر وجوهات کیدې شي.