ننګرهارکې دتېر په پرتله د څارویو بیې راټیټې شویدي
ننګرهارکې دتېر په پرتله د څارویو بیې راټیټې شویدي، خلک د څارویو دبیو راټیټیدل ګاونډي هیواد پاکستان ته د څارویو د قاچاق مخنیوی بولي
خلک د څارویو دبیو راټیټیدل ګاونډي هیواد پاکستان ته د څارویو د قاچاق مخنیوی بولي
په لوې اختر کې د ابراهیمي سنت یا قربانۍ کوونکي وایي سږ کال په ننګرهار کې دتیر کال په پرتله د څارویو بیې راټیټې شویدي .
دجلال اباد ښار په یوه څنډه کې د څارویو دپلور لپآره په جوړ شوي بازار کې چې دننګرهار ولایت پر بېلابېلو سیمو سربیره د ګاونډیو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان څخه هم ورته دپلور لپاره څاروي راوړل شوي اخیسبتونکي او پلورونکي یې وایي دڅارویو بیې د تېر کال په پرتله راټیټي شویدي. دوې دبیو دټیټوالي لامل ګاونډي هیواد پاکستان ته څارویو دقاچاق مخینوی په ګوته کوي،
ها خوا د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي دنرخونوپرڅآر سربیره یې دښار په بېلابېلو سیمو کې د قرباني شویو څارویو دکثافاتو غورځولو لپآره هم ځانګړي ځایونه په ګوته کړي دي. دجلال باد ښاروالۍ د تنظیفاتو مشر حاجي حضرت علي وایي له ښاریانو یې غوښتي چې د چاپیریال د ککړتیا دمخنیوي لپاره په ټاکل شویو ځایونو کې کقافت وغورځوي او له ټاکل شویو سیمو څخه پرته په لارو کوڅو کې د کثافاتو له غورځولوو ډډه وکړي،
سږ کال په ننګرهار کې ګاونډی هیواد پاکستان ته دڅارویو پرقاچاق د مخنیوي سربیره ، دډیری کورنیو ناسم اقتصادي وضیعت چې د قربانۍ لپاره یې د څارویو اخیستلو توان له لاسه ورکړی او په څارویو کې دکانګو ناروغۍ د شتون اندیښنو چې له څارویو انسانانو ته لیږدول کیږي هم ښایي د څارویو دبیو دراټیټیدو لامل شوی وي..