د ښځود حقوقو خلاف ورزۍ کونکی محاکمه کوو
(last modified Tue, 27 Jun 2023 10:39:27 GMT )
Jun 27, 2023 15:09 Asia/Kabul
  • د ښځود حقوقو خلاف ورزۍ کونکی محاکمه کوو

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونه ځنډول شوي، چې ښځینه فعالانې یې د ځان پر وړاندې تر ټولو لوی ظلم بولي.

د امربالمعروف وزير شيخ محمد خالد حنفي وایي اداره به یې د ښځو د حقونو ناقضین محاکمې ته راکاږي.

هغه په يوه  پيغام کې خپلو ولايتي رييسانو ته ويلي، د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او چا ته اجازه ور نه‌کړي چې د هغوی حقونه ضايع کړي.

ده زياته کړې چې که څوک د ښځو مهر نه‌ورکوي، ميراث يې ترې اخلي، په زور نکاح ورسره کوي او يا يې په بدو کې ورکوي، دغه کسان دې محکمې ته معرفي کړي.

د طالب وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د هغه اړوند وزات د ښځو وزارت پر ځای رامنځته شوی او ټول تاسیسات یې ورسره اړوند شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونه ځنډول شوي، چې ښځینه فعالانې یې د ځان پر وړاندې تر ټولو لوی ظلم بولي.

نړیواله ټولنه افغانستان یوازینی هېواد بولي، چې واکمنانو یې نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو منع کړي دي.