چاودنو کې ۲۸۱۴ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله
Jun 27, 2023 11:53 Asia/Kabul
دوو کالونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته د چاودیدونکو توکو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې
دوو کالونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته د چاودیدونکو توکو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دغه راپور کې چې نن (د چنګاښ شپږمه، د سهشنبې ورځ) خپور شوی، لیکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ له پنځلسمې د روان زېږدیز کال د مې تر دېرشمې پورې ۷۰۱ ملکیان وژل شوي او ۲۱۱۳ نور کسان د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله ټپیان شوي دي.
په راپور کې لیکل شوي د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.
ټیګونه