افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره بد هېواد وبلل شو
د کیډز رایټس یا د ماشومان د حقونو څخه د ملاتړ سازمان په یوې خپرې شوې تازه درجه بندۍ کې افغانستان د ماشومانو لپاره په تازه درجه بندۍ کې درېیم بد هېواد اعلان کړی.
د کیډز رایټس یا د ماشومان د حقونو څخه د ملاتړ سازمان په یوې خپرې شوې تازه درجه بندۍ کې افغانستان د ماشومانو لپاره په تازه درجه بندۍ کې درېیم بد هېواد اعلان کړی.
د دغه سازمان د خپرې شوې درجه بندۍ له مخې د ۱۹۳ هېوادونو په منځ کې جنوبي سوډان، چاد او افغانستان یو په بل پسې هغه هېوادونه دي چې د ماشومانو لپاره د ښه هېواد په توګه د وروستي خوا څخه لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړي.
د دغه درجه بندۍ له مخې سوېډن، فنلنډ، ایسلنډ په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه ګڼل شوي دي.
د کیډز رایټس سازمان، چې یو غیر دولتي موسسه ده او د ماشومانو د حقونو وکالت کوي