افغانستان کې سیلابونو ۵ تنه مړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135046-افغانستان_کې_سیلابونو_۵_تنه_مړه_کړي
چارواکي وایي، د افغانستان په پکتیکا، لوګر، پروان، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو  کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي
(last modified 2023-06-27T22:13:34+00:00 )
Jun 28, 2023 02:42 Asia/Kabul
  • افغانستان کې سیلابونو ۵ تنه مړه کړي

چارواکي وایي، د افغانستان په پکتیکا، لوګر، پروان، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو  کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي

چارواکي وایي، د افغانستان په پکتیکا، لوګر، پروان، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو  کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په پکتيکا، لوګر، پروان، ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله پنځه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د دغه وزارت له خوا رسنیو ته پرون په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو سېلابونو په پايله کې د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي او د ځينو کرنيزو ځمکو حاصلات هم له منځه تللي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې په سېلاب کې بند پاتې پنځه تنه د هیلیکوپټر په وسیله وژغورل شول.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د وزارت په وینا، دا شمېرې لومړنۍ دي او د بدلون په حال کې دي.