افغانستان کښې د کوکنارو تولید ډیر کم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135280-افغانستان_کښې_د_کوکنارو_تولید_ډیر_کم_شوی_دی
د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.
(last modified 2023-07-03T23:45:23+00:00 )
Jul 04, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د کوکنارو تولید ډیر کم شوی دی

د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.

د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې ټیلی ګراف ورځپاڼې په یو راپور کې له نشه ایزو موادو سره د طالبانو مبارزه د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ګنلې ده. 

 له دې مخکې السیس تحقیقی ادارې هم په یو راپور کې ویلې وو چې طالبانو په افغانستان کې د نشه ایزو موادو کښت بې سارې کم کړی دی.

دغې انګلیسی رسنۍ لیکلی چې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره د لویدیځو هیوادونو  او امریکا له ماتې سره په یو وخت طالبانو د دغه ډلې د مشر   له امره وروسته کړی شوي د انسانی تاریخ تر ټولو کامیابه مبارزه ترسره کړی.

ټیلی ګراف زیاتوی چې د طالبانو په اقداماتو سره  په افغانستان کې  د تریاکو تولید په تېر یو کال کې اتیا فیصده کم شوی دی.

دغه ورځپاڼې په دوام کې  له نشه ایزو موادو سره د طالبانو د مبارزې په پایلو لیکنه کړې او ویلې یې دي چې د دغه  کار نتیجې به د افغانستان له پولو بهر هم اثرات وشیندی او په بازار کې د دغې خلا د ډکولو لپاره به په مکسیکو او میانمار هیوادونو کې د نشه ایزو موادو تولید  ډېر زیات شی.

له بلې خوا دغه رسنې ادعا کړې ده چې د افغانستان  هغه کروند ګر به هم چې  د نشه ایزو موادو په کر او تولید پورې پییلی وو د دغه هیواد پرېښودو ته مجبوره شی او په نتیجه کې به د افغانستان  اقتصاد متاثره شی.