افغانستان کښې د کوکنارو تولید ډیر کم شوی دی
د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.
د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.
د فارس خبری اژانس د راپور له مخې ټیلی ګراف ورځپاڼې په یو راپور کې له نشه ایزو موادو سره د طالبانو مبارزه د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ګنلې ده.
له دې مخکې السیس تحقیقی ادارې هم په یو راپور کې ویلې وو چې طالبانو په افغانستان کې د نشه ایزو موادو کښت بې سارې کم کړی دی.
دغې انګلیسی رسنۍ لیکلی چې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره د لویدیځو هیوادونو او امریکا له ماتې سره په یو وخت طالبانو د دغه ډلې د مشر له امره وروسته کړی شوي د انسانی تاریخ تر ټولو کامیابه مبارزه ترسره کړی.
ټیلی ګراف زیاتوی چې د طالبانو په اقداماتو سره په افغانستان کې د تریاکو تولید په تېر یو کال کې اتیا فیصده کم شوی دی.
دغه ورځپاڼې په دوام کې له نشه ایزو موادو سره د طالبانو د مبارزې په پایلو لیکنه کړې او ویلې یې دي چې د دغه کار نتیجې به د افغانستان له پولو بهر هم اثرات وشیندی او په بازار کې د دغې خلا د ډکولو لپاره به په مکسیکو او میانمار هیوادونو کې د نشه ایزو موادو تولید ډېر زیات شی.
له بلې خوا دغه رسنې ادعا کړې ده چې د افغانستان هغه کروند ګر به هم چې د نشه ایزو موادو په کر او تولید پورې پییلی وو د دغه هیواد پرېښودو ته مجبوره شی او په نتیجه کې به د افغانستان اقتصاد متاثره شی.