په ادارو کښې دې د انګریزۍ پر ځاې پښتو کلمات وکارول شي
د افغانستان د طالبانو مشر د دغه هیواد په اداراتو کښې د انګریزي کلماتو پر ځاې د پښتو الفاظو د کارولو غوښتنه وکړه
د افغانستان د طالبانو مشر د دغه هیواد په اداراتو کښې د انګریزي کلماتو پر ځاې د پښتو الفاظو د کارولو غوښتنه وکړه
د افغانستان شفقنا خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي پرون وویل: د طالبانو مشر هبت ا... اخوندزاده امر کړی دی چې د دغه هیواد حکومتي ادارې دې د انګلیسي سرټکو(مخففاتو) پر ځاې، د پښتو مخفف توري وکاروي.
په دغه حکم کښې هم داشان راغلي دي، په لیکونو، تړونونو او نورو اداري اسنادو کښې هم باید د انګریزي کلماتو استعمال پاې ته ورسول شي.
په عین حال کښې په هبت ا... اخوندزاده پورې اړونده حکم کښې د فارسي ژبې استعمال ته هیڅ اشاره نه ده شوې.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان اداري ژبه زیاتره فارسي ده او دا ژبه د قانوني موقعیت له نظره، له پښتو سره مساوي په نظر کښې نیول شوې ده.