څه کم ۶۰۰ پخواني افغان چارواکي خپل وطن ته ستانه شوي دي
د طالبانو د تماس کمیشن وویل چې تراوسه د کابل د تیر حکومت ۵۸۱ چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دي او د خپل هیواد په خدمت لګیا شوي دي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د تماس کمیشن ویاند احمد الله واثق افغانستان ته د اشرف غني د حکومت د چارواکو د ستنیدو په هکله یو نوی رپورټ اعلان کړ.
هغه وویل: تراوسه له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیشن له لارې د تیر حکومت د مختلفو سویو کابو ۵۸۱ چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دي.
په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دغه هیواد ځیني سیاستوالان او تاجران له هیواده بهر لاړل، دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو ډیرو جګ پوړو چارواکو ویل يدي چې دغه ډله افغانستان ته د تیر حکومت د سیاسي مشرانو او پوهانو د ستنیدو غوښتونکې وه او د هغوي عزت او امنیت به وساتي.
طالبانو خپل هیواد ته د افغانستان د شخصیتونو د ستنیدو لپاره د تماس کمیشن جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې په تیرو اونیو کښې د افغانستان د حکومت ځیني پخواني چارواکي د طالبانو په هلوځلو سره هیواد ته ستانه شوي دي او ویلي یې دي چې د خپل هیواد د راتلونکي لپاره به کوشش وکړي.