په افغانستان کې د کانګو تبې۴۷ کسان وژلي دي
د روغتیا نړیوال سازمان نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلی چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو تبې ۵۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د کانګو تبې ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۴۷ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د روغتیا نړیوال سازمان نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلی چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو تبې ۵۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په دې موده کې ۹ تنه مړه شوي دي.
د دغه راپور د معلوماتو له مخې، دروان کال له پیل تر اوسه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې سږ کال په کابل کې ۱۶ تنه، په بلخ کې ۱۹ تنه، په تخار کې شپږ تنه، په پروان کې پنځه تنه، په جوزجان کې درې تنه، په کندهار کې دوه تنه او یو تن په بدخشان کې مړه شوي دي.
نړیوال سازمان له کانګو تبې سره د مبارزې اعلان کړی او ویلي یې دي چې له یوه کال راهیسې د دغه ویروس د تشخیص، درملنې او مشورې په برخه کې د طالبانود عامې روغتیا له وزارت سره همکاري کوي.
په هیواد کې د کانګو تبې ډیری قربانیان د پنځو کلونو څخه پورته خلک دي، چې ۲۸.۵ سلنه یې ښځې دي.