Jul 16, 2023 05:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کوکنارو په سلګونوهیکټره پټي اړول شوي

 افغانستان  په شمال کې د بدخشان ولایت په مختلفو سیمو کې په تیرو  درو میاشتو کې د کوکنارو کرل شوي په سلګونو هیکټره پټي نابو دکړئ شوي دي.

 افغانستان  دنړۍ دنشه ایزو موادو تر ټولو لوي او اصلي تولیدونکی  هیواد دی   او دغه راز دافغانستان څه دپاسه څلور میلیون کسان هم په نشه ایزو موادو روږدي شوي دي  او څه دپاسه  پنځه لکه کسان  د نشه ایزو توکو په کښت،تجارت او قاچاق کې  لاس اوګریوا ن دي.  افغان ښاریز  ددې خبرې په کولو سره چې  په عمومی لارو کې د نشه ایانوتګ راتګ   د ښاریزو د کړولو او دډول ډول ناروغیو دخوریدا لامل کیږي ، نو له حکومته  غواړي چې  له دغې ښکارندې سره دې خپله مبارزه نوره هم جدي کړي.

زمونږ خبریال د  صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور ارکړ،  د افغانستان د بدخشان ولایت له نشه ایزو م وادو سره د  مبارزې ا دارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،  ددغه اورګان دمامورانو په هڅو سره  په تیرو درو میاشتو کې  ددغه ولایت په مختلفو سیمو کې د کوکنارو کرل شوي کابو څلور هیکټره مځکې ئې پاکې کړي دي . ددغه راپور په اساس  تر دې دمه  په بدخشان کې  د کوکنارو له مځکو  کابو پنځه نوي برخه  پاکه شوې او الباقي  به هم  په نزدې راتلونکي کې  دنورو   فصلونو په کر سره  آباده  شي.

 داپه داسې حال کې دي چې  په تیرو درو میاشتو کې  د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د کوکنار کښت  پټي نابود شوي دي. .

 

ټیګونه